اقتصاد

د بدخشان په مرکز کې زرګونو جريبه ځمکې ته اوبه تامينيږي

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر
د بدخشان په مرکز فيض آباد ښار کې د بزګرانو زر ګونو جريبه ځمکې ته د اوبو د تامينولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
ټاکل شوې ده د اوبو لګولو د يو کانال په جوړولو سره دغه ځمکې خړوبې شي.
دغه کانال ٩ کيلو متره اوږدوالی لري او اوبه له لوړو سيمو څخه کروندو ته لېږدوي.
د اوبو لګولو دا کانال د ژوند لپاره د (چتر بنسټ) په مرسته د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لوري جوړېږي.
د بدخشان د کرنې او اوبو لګولو رياست يو مسوول باخترآژانس ته وويل؛ د دغه کانال په جوړولو سره په زرګونو جريبه ځمکه کافي اوبه پيدا کوي.
ويل کېږي دغه کانال تر راتلوونکو نهو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د دې کانال جوړونکي کارګران د پیسو پر ځای خوراکي توکي تر لاسه کوي.
ذ\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته