نړۍ

کاناډا په ایران اقتصادي بندیزونه لغوه کوي

اوتاوا-بي بي سي – باختر- د سلواغې د میاشتې ۷
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد به يې د ایران پر خلاف لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.
باختر آژانس د بهرنیو خبر ځایونو له خولې خبر راکړ:
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ستیفن دیون د دغه هېواد د پارلمان په عوامو مجلس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: " کاناډا به دغه بندیزونه لغوه کړي" .
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د بندیزونو د لغوه کولو وخت اعلام نه کړ.
دیون دغه راز وویل: " کاناډا به بندیزونه لرې کړي، خو د داسې رژیم په بنست خپله بدګوماني به چې باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې بیا پیل نه کړي، وساتي.
د کاناډا صدراعظم جاستین ترودو د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي وو چې ایران د خپل اټومي پرګرام د ځینو برخو په له منځه وړلو سره نړیوالو هیلوته د درناوي په لاره کې د یادونې وړګامونه اخستي دي، دا یو مثبت بدلون دی او زه هیله لرم چې د کاناډا او ایران ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې ټینګې شي.
کاناډا د ۲۰۱۲ میلادي کال په دوبي کې له ایران سره خپلې سیاسي اړیکې وځنډولې، په تهران کې یی د خپل سفارت تعطیل کړ او دغه هېواد یې د نړۍ د امنیت لپاره ډیر سترګواښ وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته