خبرونهفرهنګ

د بدخشان ۵۲ لرغوني آثار د افغانستان په ملي موزیم کې ثبت شول

 کابل / د وري ۱۰ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو پلاوي بدخشان ته په سفر کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سیمه ییز موزیم ۵۲ لرغوني او تاریخي آثار چې په اسلامي او معاصرو دورو پورې اړوند کېږي د ساتنې په خاطر ثبت او راجسترکړل.

د ملي موزيم غړي نور اغا چې د سيمه ييز موزيم د تاريخي او فرهنګي اثارو د ثبت، بيارغاونې، ساتنې او پاکولو په موخه بدخشان ته سفر کړى، باختر آژانس ته وويل چې ۵۲ فلزې، سرامیک ، ډبرین او څرمني ډوله تاریخي آثار د افغانستان په ملي موزيم کې  ثبت او راجسترکړل.

هغه زياته کړه، کله  چې تاريخي او لرغوني اثار ثبت شي، نو قاچاق کوونکي بیا نه شي کولاى چې په نړېوالو بازارونو کې یې وپلوري؛ خو که قاچاق شي او د نړۍ په هر هېواد کې وموندل شي، بیرته هیواد ته راوړل کېږي او هم له ویجاړېدو څخه ژغورل کېږي.

په ورته وخت کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وویل چې د بدخشان ملي موزیم په ۱۳۸۵ کال کې د لرغونو او تاریخي آثارو د راټولولو په موخه جوړ شوی چې تر اوسه پورې یې آثار ثبت شوي نه و، خو د دغه پلاوي په تګ سره د یاد موزیم تاریخي آثار ثبت او راجستر شول.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د جرم له ولسوالۍ او فیض آباد ښار څخه ۴ قلمه لرغونې آثار د بدخشان سیمه ییزموزیم ته لېږدول شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس د بدخشان له اوسېدونکو او فرهنګې ټولنو څخه وغوښتل چې د بدخشان د سیمه ییز موزیم په بډایه کولو کې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همکاري وکړي او هغه لرغوني آثار چې د دوی په کورونو کې دي د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ملي موزیم ته دې یې وسپاري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته