خبرونهورزش

 د بدني روزنې او ورزش لوى رييس بغلان ته سفر وکړ

 کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر

د بدني روزنې او ورزش لوى ريیس نظرمحمد معطمين د ورزشکارانو د غوره لیګ د پیل په مراسمو کې د ګډون په موخه نن بغلان ته سفر وکړ.

د بغلان  ورزشي آمر قاري محمد امير اميري باختر آژانس ته وويل چې مطمين  د ورزش د بېلابېلو فدراسيونونو ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې او د حل له پاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د بدني روزنې او ورزش رييس د بغلان له خلکو څخه د مننې       په ترڅ کې ورزشکاران د سولې سفيران وبلل او  په بغلان کې يې د ورزشکارانو          د کارنامو ستاينه وکړه.

دا مهال په بغلان کې ۳۰ ورزشي فدراسیونونه  فعال دي چې څه د پاسه ٦ زره  ورزشکاران په کې په ورزش بوخت دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته