نوی کال 1400خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بزګر ورځ او د کرنې ډګر پراختیا

 کابل/  د وري ۲مه/ باختر

نن د ۱۴۰۰ لمریز د وري دویمه د بزګر ورځ ده اودا ورځ هم په کابل کې اوهم په نورو ښارونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې نمانځل  کېږي.

د بزګر ورځې د نمانځنې یوه موخه دا ده چې موږ د هېواد د کرنې ډګر ودې او پراختیا ته پام واړوو. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

افغانستان، کرنیز هېواد دی  او کرنه د هېواد د ملي اقتصاد تیر بلل کېږي؛ خو له بده مرغه د تپل شوې جګړې په کلونو کې د کرنې ډګر ته تر ټولو ستر زیان ورسېد.

دا زیان د کرنې په ګڼو برخو کې تر سترګو کېږي: کانالونه ویجاړ شول، ویالې ویجاړې شوې، کاریزونه له منځه لاړل، آبادې ځمکې شاړې شوې، باغونه وچ شول. همدارنګه یو ټولنیز بدلون هم رامنځ ته شو او هغه دا چې ډېرهغه خلک چې پخوا په کرنه او باغدارۍ کې مصروف وو، د ناچارۍ له مخې یې نورو کارونو ته مخه کړه او کرنیز کارونه یې پرېښودل.

ښایي دا ټولنیز بدلون به له یوه اړخه ښه او مثبت وي؛ خو له بله اړخه دغه بدلون د کرنې ډګر د مجربو کروندګرو له تشې او کمښت سره مخ کړ. پر دغو ټولو سربېره د افغانستان د کرنې ډګر د جګړې له امله ونه شوکولای پرمختګ وکړي او صنعتي شي. زموږ کروندګر اوس هم په  همغه پخوانۍ زړه بڼه د کرنې چارې پر مخ بیایي.  په ټولنپېژندنه کې د ټولنې د ودې درې پړاوونه مطرح دي: له صنعتي کېدو مخکې ټولنه، صنعتي ټولنه او له صنعتي کېدو وروسته ټولنه. تر صنعتي کېدو د مخکې ټولنې ځانګړنه دا ده چې هلته د انسان د مټو زور مطرح دی. په صنعتی ټولنه کې بیا ماشین د انسان د مټو ځای نیسي اوتر صنعتي کېدو په راوروسته ټولنه کې بیا نوښت، فکر او خلاقیت د ماشین ځای نیسي. دا عصرد دغه راز ټولنې  عصر دی، یانې د نوښت او فکر عصر د ی؛ خو له بده مرغه زموږ د کرنې ډګر  اوس هم د همغې زړې ټولنې دی چې د صنعت څرک لا نه و ورښکاره شوی. زموږ کروند ګر اوس هم د خپلومټو په زور کرنیزې چارې پر مخ وړي او له نوې تکنالوژۍ  په کې کار نه اخلي. ښایي په ځینو برخو کې بدلونونه رامنځ ته شوي وي  لکه اصلاح شوي تخمونه اونور؛ خو په ټوله کې کرنې لا ژور او هراړخیز بدلون موندلی نه دی. دا د ټولنې د وروسته پاتي والي یوه بېلګه ګڼل کېږي او همدا علت دی چې موږ سره له دې چې یو کرنیز هېواد یو او کرنه مو د ملي اقتصاد د ملا تیر دی؛ بیا هم کرنیز توکي له بهره راوړو او په کور دننه خپلې اړتیاوې پوره کولای نه شوو.

نن چې موږ د کروندګر ورځ نمانځو؛ نو تر هرڅه وړاندې باید د دغې تشې ډکولو ته پام واړوو او دا ستونزه په بنسټیزه توګه حل کړو. سږکال د افغانستان کروندګرو ته ښه زیری دا دی چې دوه ورځې وروسته په نیمروز کې کمال  خان پرانیستل کېږي. کمال خان بند به د زرګونو جریبه ځمکې د خړوبولو امکانات برابر کړي. همدارنګه ۹ مېګاواټه برېښنا هم تولیدوي. په دې توګه به د نیمروزیانو په تېره بیا د نیمروزد کروندګرو په ژوند کې ستر اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي بدلون رامنځ ته شي.  کمال خان بند د هېواد د اوبو د ښه مدیریت کولو پرلور یو ستر عملي ګام دی. همدارنګه دا د هېواد دکرنې ډګر د پرمختګ لپاره هم یو ستر عملي ګام دی. اوس دا شعار تحقق  مومي چې ( زموږ اوبه، زموږ ابرو). موږ باید خپلې اوبه ښه مدیریت کړو او د خپل  ولس د آبادۍ او سوکالۍ او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلو.

پاى. ن.ش.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته