خبرونهاقتصادټولنه

د بشري مرستو نوې کڅوړه کابل ته را ورسېده

-کابل، د چنګاښ ۸مه، باختر

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، نن ۳۲ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، دغه بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د واردېدو هرکلی کړی او د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د مننې ترڅنګ یې غوښتنه کړې ده چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا ۳۱مه کمکي کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

نږدې یوه میاشت وړاندې هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، ۳۲ میلیونه ډالره بشري مرسته د هېواد یو سوداګریز بانک ته لېږدول شوې وه.

دا په داسې حال کې چې افغانستان ته د مرستندویو هېوادونو د بشري مرستو د لېږلو بهیر له پیله تر اوسه، ۳۱ نغدي کڅوړې هېواد ته رسېدلي چې ټولټال ۸۸۹ میلیونه ۶۳۲ زره امریکايي ډالره کېږي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته