ټولنه

د بغلان خلکو د دولت د سوله یيزو پروګرامونو ملاتړ وکړ

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د بغلان قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو په يوه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني د سوله ییزو پروګرامونو ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونده کې د حج او اوقافو رييس مولوي نقيب الله سجاد په خپلو خبرو کې د عظيم الشان قرآن له نظره د سولې د ښيګڼو په اړوند خبرې وکړې او د هېواد د جمهوررييس د وړاندې شوې طرحې هرکلى وکړ.
د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجي يقين او سيد باقر هاشمي د شيعه عالمانو د شورا په استازيتوب او ملک فيصل کهزاد د ځوانانو په استازيتوب د جګړو او ناامنيو د ناوړو اغېزو په اړوند خبرې وکړې او د دولت د سولې له طرحې سره يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د بغلان ولايت سرپرست ذبيح الله حساس د خلکو له ملاتړ څخه په قدردانۍ سره په روان کال کې د دولت پروګرامونه او پروژې يو ښه زيرى وباله او د جمهوررييس د سولې طرحه يې هر اړخيزه وبلله او ويې ويل چې په دې طرحه کې د ټولنې د ټولو قشرونو حقوق په پام کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان خلک دايمي سوله غواړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته