ټولنه

د بغلان خلک: امر باالمعروف او نهی عن المنکر مسلمانان بریالیتوب ته رسوي

کابل / د سلواغې ۴مه/باختر
د بغلان خلک امر باالمعروف او نهی عن المنکر د الهي فریضې په توګه یادوي او د هغه اداکول د ټولو دنده بولي.
هغوی په افغانستان کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د جوړولو هر کلی وکړ او هغه یې د اسلام دین اساساتو ته د مسلمانانو په رسولو کې ارزښتناک وباله.
د بغلان مرکز پلخمری ښار اوسېدونکی محمد یار احمدي وایي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو د نصیحتونو اورېدل د بریالیتوب، فلاح او له ټولنې څخه د فساد د له منځه وړلو لپاره مهم دی.
د دغې ادارې مامورینو په بغلان کې د هغه د جوړولو له وخت څخه د خلکو لارښونه کړې ده چې د هغوي ټول کړه وړه د اسلامي شریعت پربنسټ وي.
د بغلان یو بل اوسیدونکی جواد وایي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر مامورین له خلکو سره ښه چلند کوي او هغوي واجباتو او د دین منکراتو ته متوجه کوي.
د بغلان د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي خلیل الرحمن راشد د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې د جوړولو هدف د ټولنې اصلاح او له منګراتو څخه مخنیوی وباله.
هغه وویل د دغې ادارې په چوکاټ کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر، جلب او جذب او د شکایتونو د اوریدو په ګډون درې برخې شاملې دي چې د اسلامي امارت د بریالیتوب له پیل څخه د نابو اسلامي افکارو د رواجولو، د خلکو او نظام ترمنځ دهمغږۍ، الهی اوامر ته د خلکو د رابللو او له حرامو کارونو څخه د هغوی د مخنیوي په برخه کې ارزښتناک فعالیتونه ترسره شوي دي.
مولوي راشد امر باالمعروف او نهی عن المنکر ته رابلل د هر مسلمان دنده وبلله او له ټولو عالمانو او مشرانو یې وغوښتل چې د شریعت حکمونو په تطبیقولو کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر له ریاست سره همکاري وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته