خبرونهفرهنګ

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: په بغلان کې د رسنیو پرفعالیت هيڅ محدوديت نشته

کابل/ د غوايي١٤مه/ باختر

د اسلامي امارت له بریا وروسته په بغلان کې رسنۍ له کوم محدودیت پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

په بغلان کې د خبريالانو د ملي اتحاديې مرستيال حفيظ الله اخلاص د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په بغلان کې اوس مهال يوه چاپي، درې تصويري او اوه غږيزې رسنۍ فعاليت کوي.

هغه زياته کړه، چې په هغه ولايت کې رسنۍ له کوم محدوديت پرته فعالې دي او د خپرونو کيفيت يې هم لوړ شوى دى. د اخلاص د څرګندونو له مخې ، په بغلان کې د اسلامي امارت له بريا وروسته هېڅ کومه رسنۍ د اسلامي امارت د چارواکو له لوري نه ده بنده شوې او نه هم له خبریال سره ناوړه چلند شوی، یوازینۍ ستونزه د رسنیو او خبریالانو لپاره د بودیجې نشتوالی دی.

په ورته وخت کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي په بغلان کې د خبريالانو د ملي اتحاديې د مرستيال څرګندونې تاييد کړې، د رسنيو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ترمنځ يې د لازمې همغږۍ په اړه معلومات ورکړل او له رسنيو او خبريالانو سره يې د دغې ادارې پرهمکارۍ ټينګار وکړ.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې په بغلان کې د رسنيو پر فعاليت

هېڅ ډول محدوديت نشته، د خبريالانو يوازنۍ ستونزه اقتصادي ستونزې دي او د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته