خبرونهاقتصاد

د بغلان د غوري‌ سیمنټو فابریکې تولید دوه برابره زیاتېږي

 کابل / د غوايي ۲ مه / باختر

په بغلان کې د اسلامي مارت چارواکي وايي چې هڅې یې پيل کړي چې د بغلان غوري سیمنټو فابریکې تولید دوه برابره زیات کړي.

یاده فابریکه په ورځني ډول ۱۲ زره بورۍ سیمنټ تولیدوي؛ خو چارواکي وايي چې هڅې یې پیل کړي چې د یادې فابریکې تولید دوه برابره زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بغلان د غوري سیمنټو فابریکه  په تېرو شلو کلونو کې څو ځلې خصوصي سکتور، کانونو او پطرولیم وزارت او  اوس د دوهم ځل لپاره د هېواد ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې ده.

د ملي پراختیا شرکت مرستیالان چې بغلان ته تللي، وايي چې هڅې یې روانې دي، څو د یادې فابریکې تولیدات ډېر کړي او معیاري سیمنټ بازار ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د بغلان والي  قاري بختیار وايي، چې دغه فابریکه په ورځني ډول ۱۲ زره خلطې سیمنټ تولیدوي او ملي پراختیا شرکت به هڅه وکړي چې د فابریکې تولید دوه برابره زیات کړي.

والي په داسې حال کې د بغلان فابریکې د تولید د زیاتوالي خبره کوي، چې د دغې فابریکې ۸۳۰ کارکوونکو له تېرو اتو میاشتو راهیسې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي؛ خو والي ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د فابریکې کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.

په ورته وخت کې د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او د تولیداتو د انسجام مرستیال  ریاض الدین شریفي وايي، چې د بغلان غوري سیمنټو په فابریکه کې ستونزې شته او دغه شرکت به د تخنیکي کسانو پر مټ هڅې وکړي، چې حل یې کړي او تولید به عادي حالت ته راوګرځوي.

بل خوا د بغلان د کانونو او پترولیم رییس مولوي عبدالله حامد  وايي، چې د غوري سیمنټو فابریکې د تولید پر وړاندې د  ناسوز خښتو او د تولید شویو سیمنټو لپاره د خلطو نشتون لویې ستونزې وې، چې اوس یې له ایران څخه دغې فابریکې ته راوړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د بغلان د غوري سیمنټو فابریکه د مخکني حکومت پر مهال هم د ملي پراختیا شرکت اړوند وه؛ خو د اسلامي امارت په راتلو سره کانونو او پطرولیم وزارت ته او  اوس بیرته ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته