خبرونهورزش

د بغلان د فوټسال سیالۍ د فواد زرهي لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر

د پيروزي جام تر نامه لاندې د فوټسال سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د پلخمري په ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ ټیمونو په ګډون پيل شوې وې نن د فواد زرهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امیر امیري د دغه سیالیو د ترسره کولو موخه د لوبغاړو د استعدادونو وده او نشه يي توکو ته، نه ویل دي.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو په پای کې د چلنجر معدن او فواد زرهي لوبډلو سیالۍ  وکړه چې په پایله کې د پينالتي په ګوزارونو سره د فواد زرهي  لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته