خبرونهاقتصاد

د بغلان د نفتي توکو او د اوبلن  ګازو د ادارې عوايد زيات شوي

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د بغلان د نفتي توکو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تېلو او اوبلن  ګازو د ادارې  عوايد ۷۷ سلنه زيات شوي دي.

د بغلان د نفتي توکو او اوبلن ګازو لوی مدير قاري نصرت الله د باختر آژانس سيمه ييز خبريال غلام علي علمى ته وويل چې د دغه ولایت د نفتي توکو او د اوبلن ګازو د لوی مدیریت کارکوونکو په هڅو سره  په تېرو ۹ میاشتو کې د ټانکونو د تېلو د پلور او د جایدادونو د کرایې اخیستلو له درکه څه د پاسه ۱۷ میلیونه ۷۳۰  زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله څه د پاسه ۱۰ میلیونه ۲۸۳ زره افغانۍ په تېرو لسو میاشتو کې راټول کړای شوي وو، چې ۷۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره د تېلو په ټانکونو کې د تېلو د پلورنې د کمیشن په راټولولو کې د شفافیت په تامینولو برسېره په ټانکونو کې د تېلو پلورنې د غلا مخنیوی هم شوی دی.

د هغه د څرګندونو له مخې، د تېلو په پلورلو کې د شفافیت د تامنیولو په مقصد د تېلو د ټانکونو ټولو مسوولینو ته لارښونه شوې، چې په خپلو ټانکونو کې دې د نوي لیټر سنجی د اندازه کولو وسایل ولګوي.

په همدې حال کې د ټانکونو د خاوندانو اتحادیې رئیس حاجي معصوم د تیلو د پلورنې د کمیشن په راټولولو کې د شفافیت په تاییدولو سره د تېلو په ټولو ټانکونو کې د لېټري اندازه کولو د وسایلو لګول مهم وباله.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته