کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د بغلان د ولايتي روغتون کارکوونکو نن د خپلو امتيازونو د نه ورکولو په خاطر د دغه روغتون په انګړ کې په تحصن لاس پورې کړ.
د بغلان د ولايتي روغتون ډاکتر نياز محمد اکاخيل د اعتراض کوونکوپه استازيتوب د باختراژانس خبريال ته وويل چې له څلورومياشتوراپديخوا د بغلان د ولايتي روغتون کارکوونکو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
اکاخيل د روغتون په مسوولينود کارکوونکو د معاشونو او اجرا کولوکې د بې پروايي تور ولګاوه او زياته يې کړه که چېرې تر دوو ورځو پورې د دوى معاشونه اوامتيازات ورنه کړى شي په اعتصاب به لاس پورې کړي او د روغتون دروازه به وتړي.
د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکتر محب الله حبيب د ولايتي روغتون د کارکوونکو د څلور مياشتنۍ امتيازونو نه ورکول يوه تخنيکي ستونزه وبلله او زياته يې کړه چې د ولايتي روغتون امتيازات اومعاشونه چې د روغتونونو د اصلاحاتو د پروژې له لارې ورکول کېږي د عامې روغتيا په وزارت پورې مربوط دى .
هغه زياته کړه هلې ځلې دوام لري چې دغه ستونزه ډير ژر حل شي .
ختم-ج – اکرم