خبرونهاقتصاد

د بغلان د پاسپورت ریاست عواید زیات شوي دي

 کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر

د بغلان د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي چې د تېر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د بغلان پاسپورت مدیریت ۵۰ میلیونه، ۹۴۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ د پاسپورت مدیریت مرستیال محمد شفیق شیرزی وایي، چې د  تېرکال په وروستیو درېیو میاشتو کې یې ۱۳۰۰۰ پاسپورتونه  ویشلي چې له لارې یې ۵۰ مېلیونه، ۹۴۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان د پاسپورټ مدیریت وایي چې دغه مدیریت هڅه کوي چې خپل خدمات پراخ کړي او د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي.

د فساد مخنیوی او په چارو کې شفافیت د بغلان د پاسپورټ ریاست د عوایدو د زیاتوالي لاملونه ښودل شوي دي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته