خبرونهفرهنګ

د بغلان والي: د رسنیو پر وړاندې  شته  ننګونو ته  رسيدګي کوو

کابل، د چنګاښ ۲۱ مه، باختر

د بغلان والي د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په کتنه کې د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو تر څنګ د خبریالانو پر دندو او کاري مکلفیتونو رڼا واچوله.

د بغلان د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح باختر آژانس ته وويل چې د دغې غونډې د جوړولو موخه په بغلان کې د خبريالانو او رسنیو شته ستونزو ته رسیدګي وبلله.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د رسنيو د کار څرنګوالي په اړه، والي ته معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې په بغلان کې د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې مسوول راز محمد راز او په دغه ولایت کې د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې مسوول محراب الدين ابراهيمي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس له همکاريو يې مننه وکړه. دوی په بغلان کې د رسنیو فعالیتونه، اقتصادي ستونزې او د برېښنا لوړ لګښت د رسنیو پر وړاندې پرتې ستونزې وبللې او ویې غوښتل، چې دغه ننګونې له منځه یوسي.

د بغلان والي د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره په هوکړه ليک کې د رسنيو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې دغو ستونزو ته به پاملرنه وکړي څو په بغلان کې د خبريالانو او رسنيو د فعاليتونو لپاره لا ښه زمينه برابره شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته