سیاستخبرونهټولنه

د بغلان والي له موسسو د همکاريو غوښتنه وکړه

پلخمري/۱۷حمل/باختر

د بغلان والي قاري بختیار معاذ پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له مسوول  باروبین سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د بغلان والي د دغه ولایت د خلکو اقتصادي ستونزې د یوناما له مسوول سره شریکې کړې.

نوموړي په بغلان کې اړمنو کورنيو ته د مرستو د شفاف وېش ډاډ ورکړ او د بهرنيو مرستندویو موسسو پر همکارۍ یې ټينګار وکړ.

په دې کتنه کې د شمال زون د بشري مرستو مسوول  روبين په دغه ولايت کې  د بشري مرستو د وېش په شفافیت ټينګار وکړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته