کابل/ د ثور١٠ مه/ باختر
د بغلان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یې د څارویو د درملو پلورنځي کنټرول کړي دي.
د بغلان د کرنې رياست يو مسوول ولي امرخيل وايي چې د حيواني درملو د پلورنځيو د فعاليت د ښه والي او د ښو درملو د وړاندي کولو په موخه په بغلان ولايت کې د حيواني درملو پلورنځي کنټرول شول.
هغه زياته کړه، د بې کيفيته درملو د راټولولو ترڅنګ د پلورونکو د جوازونو پرتمديد هم ټينګار وشو او د درېيو حيواني درملو پلورنځي چې په غيرقانوني توګه يي فعاليت کاوه وتړول شول.
د هغه په وينا، دا پروسه به د بغلان په ۱۴ ولسواليو کې تطبيق شي.
\ ذ