ښوونه او روزنه

د بغلان ښوونکي د معاش په اجرا کولو کې د ځنډ په خاطر اندېښنه لري

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د بغلان د پوهنې د کارکوونکو او ښوونکو د معاش په اجرا کې ځنډ د دغه ولايت د پوهنې رياست ښوونکو او کارکوونکو ته د ستونزو سبب شوى دى.
د بغلان يو ښوونکي حامد رسولي د باختر آژانس خبريال ته وويل: زموږ معاش که څه هم لږ دی، خو له څلورو مياشتو راپدېخوا موږ ته نه دی راکړل شوی.
هغه زياته کړه چې له دې وړاندې د بغلان د پوهنې رياست د ښوونکو او کارکوونکو معاش په هره مياشت کې اجرا کېده، له بده مرغه له څلورو مياشتو راپدېخوا د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د معاش په اجراکولو کې ځنډ رامنځته شوى دى.
هغه وويل چې په خپل وخت د معاش نه اجرا کېدل، د پوهنې ښوونکو او کارکوونکو ته د اقتصادي ستونزو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.
د بغلان د پوهنې رييس سيد اسماعيل مجاهد د دغو ستونزو په تاييد سره وويل چې دغه ستونزه د دغه ولايت د پوهنې په تشکيل کې د نيمګړتياوو زيږنده ده.
د بغلان د پوهنې رييس زياته کړه چې دغه ستونزه په نږدې راتلونکي کې حلېږي او د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو معاش به په خپل وخت اجرا شي.
د يادونې وړ ده چې په بغلان کې ۶۰۴ ښوونځي شته چې د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو شمېر څه دپاسه ۱۲ زره تنه دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته