خبرونهټولنه

د بلخاب او سرپل  بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د زمري٥ مه، باختر

د “ډبيلو اف پي ” او ” يو ان اچ سي آر”  موسسو د سرپل بلخاب ولسوالۍ پر هغو بې ځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل چې د بامیانو ته د وروستیو جګړو له امله بېځايه شوي دي.

د باميانو د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل، دغه کورنۍ چې پخوا سروې شوي وې د “ډبيلو اف پي ” او ” يو ان اچ سي آر”  موسسو له خوا پر هرې کورنۍ اوړه، غوړي، دال نخود، د ماشومانو او  لويانو د ځانګړي خوراکي توکي، بسکويټ، مالګه او غيرخوراکي توکي، خيمې ترپالونه، شړى، د اوبو يو سطل، د لاس مينځلو او جامو مينځلو صابون او د پخلنځي لوښي ووېشل شول.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته