کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د ملي او نړيوالو موسسو استازو د بلخاب ولسوالۍ له بيځايه شويو کسانو سره د مرستې په خاطر پرون د باميانو له والي او مشرتابه پلاوي سره بيړنۍ غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د باميانو والي عبدالله سرحدي وويل چې په دې وروستيو وختونو کې د بلخاب ولسوالۍ يو شمېر خلک له خپلو کورونو بيځايه شوي او اوس د لومړي لمبر يکاولنګ ولسوالۍ کې شپې سبا کوي چې د خوراکي او روغتيايي توکو په ګډون مرستو ته سخته اړتيا لري.
د باميانو والي د دغو موسسو له استازو وغوښتل، چې ډير ژر دې له دغو بيځايه شويو کسانو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د ملي او نړيوالو موسسو مسوولينو وویل چې يو ګډ پلاوی د بلخاب ولسوالۍ د بي ځايه شويو کورنيو د سروې لپاره موظف شوی چې له سروې وروسته به له هغوى سره د خوراکي او روغتيايي توکو مرسته وشي.
دغه راز د(ډبليو.اف. پي.)، (يو.ان.اچ.سي.آر)، (يونيسف)، (سوليدريتي )، (ابرار)، (اسلاميک ريليف) او (داکه) موسسو تيارى وښود چې د بلخاب ولسوالۍ له بيځايه شويو کسانو سره سملاسي مرسته وکړي.
د يو بل خبر له مخې؛ د باميانو والي عبدالله سرحدي له يوشمېر مرستندويو موسسو او له اړوندو ادارو سره په دغه ولايت کې بيړنۍ غونډه وکړه .
نوموړي له دغو ادارو وغوښتل، چې د بلخاب ولسوالې له بيځايه شويو کسانو سره سملاسي مرستو ته ور ودانګي.
\ ذ