خبرونهټولنه

د بلخ اوسېدونکي: د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د څارويو بيې لوړې شوې دي

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
د مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د لوى اختر په مناسبت د څارويو بيې لوړې شوې دي.
له مزارشريف څخه د باختر آژانس سيمه ييز خبريال خبر ورکوي چې مسلمانان هر کال د لوى اختر په رارسېدو سره غوايي، پسونه او اوښان قرباني کوي، خو د مزارشريف د ښاريانو په وينا سږ کال د فقر، بيکارۍ، بېوزلۍ او د څارويو د لوړې بيې له امله خلک نه شي کولاى څاروي واخلي او د څارويو پلورونکي هم وايي، چې په دې ورځو کې يې پېر او پلور کم شوى دى.
دوی وايي، د څارویو د بیو لوړېدو لامل له هېواده بهر د څارويو قاچاق او د خوراکي توکو د بيو لوړوالی بولي.
د بلخ په نخاس کې يو شمېر خلک چې د پسونو او نورو څارويو د پېرلو لپاره راغلي دي وايي، سږ کال د يوه پسه په بيه کې له ٢٠٠٠ څخه ٤٠٠٠ افغانيو پورې تغير راغلى دى.
د دوی په خبره، له یوې خوا بېوزلي، بېکاري او له بلې خوا سږ کال د څارویو د بیې لوړوالى د خلکو د پېرودلو توان له لاسه ورکړی دی.
لوی اختر په اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې ځانګړی ځای لري.
هر کال د اختر په رارسېدو سره په بازارونو کې د څارویو د پېر او پلور بازار زياتېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته