خبرونهاقتصاد

د بلخ د فواید عامې رییس: د دې ادارې منسوبانو په یوه ورځ کې شاوخوا ۱۷۰۰ باروړونکي موټر چک کړي

 کابل/ د کب ٢٥ مه / باختر

د بلخ د فوايد عامې رييس وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې په  دغه ولايت کې  د لوړ توناژ تلو له لارې نږدې ۱۵ ميليونه افغانۍ راټولې او بانک ته تحويلي کړې دي.

د بلخ د فوايد عامې رييس مولوي عبدالستار زاهدي د باختراژانس خبريال ته وويل د دغې ادارې منسوبانو په دې وروستيو وختو کې د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ  د امام بکري په پله باندې څلورمه لوړ توناژه تله  نصب کړې ده .

د هغه په ​​وينا، دغه اداره  توانېدلې چې په يوه ورځ کې شاوخوا يو زر اوه سوه لارۍ چک او کنټرول کړي.

د زاهدي په وینا، د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته او د فوايد عامې وزارت د طرزالعمل له مخې هیڅ یو موټر چې له ټاکلې اندازې زیات بار وي په لویو لارو کې د تګ اجازه نه لري او دا رياست توانيدلى په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا پنځلس میلیونه افغانۍ بانک ته تحویلې کړي.

په همدې حال کې د باروړونکو موټرو يو شمېر چلوونکو د فوايد عامې وزارت د کارکوونکو له چلند څخه خوښي څرګنده کړه او ويي ويل چې اوس  په لویو لارو کې له دوی څخه اضافي پیسې نه اخیستل کیږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته