روغتیا

د بلخ ډاکټرانو د کروناويروس پر پراختیا اندېښنه څرګنده کړه

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د ابن سينای بلخي حوزوي روغتون مسوولينو په بلخ کې د کروناويروس د درېمې څپې د خپرېدو خبر ورکړ.
د ابن سينای بلخي حوزوي روغتون د ناروغيو د کټرول برخې مسوول ډاکټر امين الله شېرپور باختر آژانس ته وويل چې د کروناويروس درېمه څپه د تېرو دوو څپو په پرتله ګړندۍ ده او زر خپرېږي.
هغه زياته کړه: له يوې مياشتې راپدېخوا هره ورځ څه دپاسه ۵٠ تنه دغه روغتون ته راځي چې د ۵۰ سلنه ټسټ يې مثبت تشخيصېږي چې دا د خطر زنګ دى.
د ابن سينای بلخي حوزوي روغتون رييس ډاکټر غوث الدين انوري وويل چې په ټولو امکاناتو او مجربو ډاکټرانو سره يو ۵۰ بستريز روغتون په کووېډ- ١٩ ناروغۍ د اخته کسانو په خدمت کې د‌ى او خلک هم بايد په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنيوي لپاره د عامې روغتيا وزارت او د روغتيايي کارکوونکو لارښوونې په پام کې ونيسي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته