کابل / د چنګاښ ۸ / باختر
د بلخ کلدار ولسوالۍ د پوځيانو په عملیاتو کې د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه عملیات دوه ورځې مخکې د هېواد د هوايي قواوو په ملاتړ د سلګونو پوځيانواو وګړني ځواکونو په ګډون ترسره شوي وو.
د بلخ یوه امنیتي مقام باخترآژانس ته وویل چې د کلدار پا کولو وروسته د دغې ولسوالۍ په ځینوسیموکې وګړني او پوځي ځواکونه ځای پرځای شول تر څو د جګړه مارانو د بریدونومخه ونیول شي.
د بلخ پخوانی والي او د اسلامي جمعیت ګوند د انشعابي څانګې مشر عطامحمد نورهم له پلویانوسره په دغه جګړه کې شتون درلود.
هغه نن له خبریالانوسره په ناسته کې وويل چې طالبانوغوښتل د کلدارولسوالۍ په نیولوسره د حیرتان بندرښارګوټي ونیسي چې بریالي نشول.
هغه وویل چې په دغو عملیاتوکې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی.
عطا محمد نور وايي چې د پوځيانوترڅنګ د بلخ په نورو سیموکې عملیاتوته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ څه د پاسه ۴ ولسوالۍ د طالبانوترکنترول لاندې دي.
دهېواد په شمال کې د پوځي جګپوړي مقامات وايي چې ډير ژر او د وګړنیو ځواکونوپه مرسته بلخ د طالبانو له شتون څخه به پاک کړي.
-ع