سیاستخبرونه

د بندیزونو لګول، د ستونزو حل نه، بلکې ستونزې لا پراخوي

– کابل، دغبرګولي٣١مه، باختر

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو د اسلامي امارت د دوو لوړ پوړو چارواکو د سفر معافیت لغوه کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د نوې پرېکړې له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد سید خېل نور بهر ته د سفر اجازه نه لري.

یو ډیپلوماټ د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: “ملګرو ملتونو دغه پریکړه د طالبانو په غبرګون کې کړې چې په افغان اتباعو، په ځانګړې توګه په ښځو یې محدوديتونه لګولي دي او د امارات د ۱۳ نورو چارواکو تر دوو  نورو میاشتو د سفر معافیت تمديد شوى دى.”

د سیاسي چارو د کارپوهانو له نظره، د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه بې له شکه د ځینو هېوادونو د فشارونو له مخې ده چې تل یې هڅه کړې اسلامي امارت ګوښه وساتي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړې او هڅه کوي هغه ستونزې او غلط فهمۍ چې رامنځته شوي د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د دغو کارپوهانو په نظر، په افغانستان کې د مشخصو موخو لپاره د نړیوالو بنسټونو فشار یا وسیله ګرځول د دواړو خواوو په ګټه نه دي، مګر دا چې ستونزې لا پسې پراخې کړي.

دغه راز د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدل، ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو ته د لاسرسي محدود کيدل، د افغانیو د ارزښت ټيټيدل، د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو او د ټولنې بېوزلو ته د زیان رسولو لامل شوي دي.

دا يوه بېلګه ده،  دا په داسې حال کې چې د فشار زیاتېدل ستونزې لاپسې زیاتوي او د افهام او تفهیم لاره محدودوي.

هغه هېوادونه چې د فشار له لارې د اسلامي امارت د منزوي کولو او یا د هغوی د ارادې د تحمیلولو هڅه کوي، باید پوه شي چې د هیوادونو تر منځ اړیکې او په ټولیزه توګه د نړۍ په اړیکو کې داسې اصول شته چې باید په نړیواله کچه مراعات شي، د نظریاتو او غوښتنو تحمیلول، د بې باورۍ او د اعتماد له ماتيدو پرته بله پایله نه لري.

اسلامي امارت غواړي له نړیوالو سره تعامل وکړي؛ خو د تعامل لاره یو طرفه نه ده، ګډو ګامونو ته اړتیا لري.

سمه ده چې افغانستان له ځینو ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ خو افغانانو ته باید دا فرصت ورکړل شي، چې دغه ستونزې د خپلو دیني احکامو او دودونو په آډانه کې حل کړي. پر افغانانو له بېلابېلو لارو د غوښتنو تحمیلول، چې تر ډېره له فشار او جبر سره مل دي، ستونزه نه شي هوارولای.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته