خبرونهټولنه

د بند امیر ملي پارک د ساتنې کمیټې غونډه د بامیانو والي په مشرۍ جوړه شوه

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د بند امیر ملي پارک د ساتنې کمیټې غونډه د بامیان د والي په مشرۍ او د اړوندو ادارو او همکارو موسسو د مسوولینو په ګډون پرون په بندامیر کې جوړه شوه.

د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې همکارې مؤسسې د ملي پارک ښکلا لپاره بايد د معياري هوټلونو او ميلمستونونو په جوړولو کې هڅې وکړي.

د باميانو والي د بند امير ملي پارک مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ملي پارک له مسافرو او سيلانيانو سره په مهربانۍ او درناوي چلند وکړي او د سيلانيانو د ښه راغلاست په موخه دې تر خپله وسه هڅه وکړي.

مولوي عبدالله سرحدي لارښوونه وکړه، چې بېړۍ دې د تخنیکي ټیم له لارښوونو او طرزالعملونو سره سم په جهیلونو کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي او سیلانیانو ته خدمات وړاندې کړي.

د یو بل خبر له مخې، د باميانو والي ویلي، چې د بند امیر کانالونه او ویالې د یو کیلو متر په اوږدوالي کانکریټ کېږي او پر یو کیلو متره سړک به کریړ واچول شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته