خبرونهټولنه

د بنګله دېش ١١ ټنه بشر دوستانه مرستې کابل ته را ورسېدې

کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې افغانستان ته د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو د بشر دوستانه مرستو د رسېدو په لړ کې نن د بنګله دېش ١١ ټنه بشر دوستانه مرستې کابل ته ورسېدې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پېښو د څېړنې په چارو  کې د دولت وزارت وايي، چې په دغو مرستو کې درمل، شيدې  او شړۍ شته او ټاکل شوې ده د پکتيکا او خوست ولايتونو پر زلزله ځپلو ووېشل شي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او د عامه اړيکو رئيس مولوي محمد نسيم حقاني د دغو مرستو د ترلاسه کولو په وخت کې په افغانستان کې  د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو او د قربانيانو له کورنيو سره د بنګله دېش له مرستو د قدر دانۍ په ترڅ کې وويل؛ چې دغه مرستې به زلزله ځپلو سيمو ته وليږدول شي او پر مصيبت ځپلو کورنيو به ووېشل شي.

هغه له ملي او نړيوالو مرستندويو سازمانونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو له کورنيو او مصيبت ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان، ايران، هند، چين، قطر او د متحده عربي اماراتو په ګډون يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هېوادونو د خوست او پکتيکا ولايتونو له زلزله ځپلو سره خپلې بشر دوستانه مرستې ليږلي دي.

\ ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته