سیاستخبرونه

د بهرنيوچارو وزير د انګلستان له سفيرې سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې

کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

د هېواد د بهرنيوچارو وزير محمدحنيف اتمر په کابل کې د انګلستان له سفيرې اليسن ماري بليک سره د افغانستان د سولې بهير په اړوند  د وروستيو پرمختياو اوله افغانستان سره د دغه هېواد د مرستواوملاتړ د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

د باختراژانس د خبرله مخې؛  په دې کتنه کې د هېواد د بهرنيوچارو وزير په انګلستان کې د کرونا ويروس له امله د رامنځته شويو زيانونو په خاطر د خواشينۍ  په څرګندولو سره له افغانستان سره د دغه هېواد له همکاريو قدرداني وکړه .

اتمر په استانبول کې د ترکيې په کوربه توب د سولې د خبرو د غونډې د جوړولو لپاره د تياريو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سولې خبرو د برياليتوب په اړوند د سيمې او نړۍ د اجماع په پياوړتيا کې د انګلستان په رغنده اوهراړخيز رول ټيګاروکړ.

ميرمن بليک د سياسي حل لارې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د دولت د هلوځلو قدرداني وکړه او له افغانستان سره د خپل هېواد د ملاتړ اوهمکاريو د دوام په اړه د بهرنيوچارو وزير ته ډاډ ورکړ.

دغه راز دواړو لورو په استانبول کې د افغانستان د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره سياسي حل لارې ته د رسېدو د ارزښت په اړوند هيله څرګنده کړه.

ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته