کابل، د زمري٤مه، باختر
د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي او ملګري پلاوى يې د تاشکند نړيوالې غونډې ترڅنګ، د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي،
د دغې کتنې اصلي محور د تاشکند کنفرانس د ارزښت په ګډون مهمې تجارتي او ترانزيتي مسئلې بللې دي.
بايد وويل شي چې د کابلوف د تاشکند په نړيوال کنفرانس کې له امريکا څخه وغوښتل چې له قيد او شرط پرته د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
\ ذ