سیاستخبرونهTOP

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ترکيې ته لاړ

کابل /د تلي ٢٢مه /باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيوچارو وزارت سرپرست اميرخان متقي نن سهار د يو لوړ رتبه هيئت په مشرۍ ترکيې ته لاړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخې وايي چې د بهرنيوچارو وزارت سرپرست امير خان متقي د ترکيې د بهرنيوچارو د وزير مولود چاوش اوغلو په رسمي بلنه د يو لور رتبه هيئت په مشرۍ ترکيې ته لاړ.
بلخي زياته کړه، په دې سفر کې دواړه لوري د بېلابېلوموضوعګانو له دې جملې څخه د افغانستان او ترکيې ترمنځ د تجارتي اړيکو د ښه والي ، بشري مرستو، مهاجرت او دهوايي اوځمکنۍ ترانسپورت په اړه خبرې کوي.
په دې سفر کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ملاخيرالله خيرخواه، د استخباراتو لوى رييس ملا عبدالحق وثيق ، د کورنيوچارو وزارت معين مولوي نور جلال جلالي او د اسلامي امارت مشرتابه غړى شيخ شهاب الدين دلاور، سهيل شاهين اوحاجي محمد ابراهيم له امير خان متقي سره ملګرتيا کوي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته