سیاست

د بهرنیوچارو وزارت په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د ملګروملتو سازمان د امنیت شورا رپوټ رد کړ

کابل / د سلواغې ۱۸مه/باختر
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالي په اړه د ملګروملتوسازمان د امنیت شورا د څارنې د ډلې رپوټ واقعیت نه لري.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د بهرنیوچارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت هغه رپوټونه ردوی چې د سندونو او شواهدو له مخې نه وړاندې کېږي او هغه د افغانستان سیمې او نړۍ په خیر او صلاح نه بولي.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د دوحې موافقه لیک له مخې په خپلو ژمنوعمل کړی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د یو مسوول نظام په توګه له موجودو فرصتونو او امکاناتو په استفادې سره به د افغانستان سمیې او نړۍ په امنیت او ثبات کې مثبت رول ترسره کړي او د ملګروملتوسازمان د امنیت شورا په ګډون له نورو لورو هم هېله لري چې د افغانستان په اړه د حقیقتونو په درکولو سره مسوولانه چلند وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ملګروملتوسازمان د امنیت شورا د څارنې ډلې د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي، چې له تېرو۶ میاشتو په بهیر کې په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي؛ خو اسلامي امارت وایي چې دغه رپوټ د واقعیتونو پر بنسټ نه دی چمتو شوی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته