سیاستخبرونه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د یوناما له مشرې اغلې ډیبورا لاینز سره وکتل

کابل / د کب ۳ مه / باختر

په دې کتنه کې د افغانستان په هر اړخیز اقتصادي او بشري وضعیت، راغلو مثبتو تحولاتو، بانکي سکتور، د نوي حکومت په لاسته راوړنو او بشري مرستو بحثونه وشول.

‏اغلې لاینز وویل: د افغانستان وضعیت ښه شوی او تیر ته په کتو سره د ناخوالو کچه تر ډيره حده کمه شوې، حالت مخ پر ښه کیدو روان دی او له نوي حکومت سره مو هماهنګي زیاته شوې ده.

په همدې حال کې ښاغلي متقي له اغلې لاینز څخه مننه وکړه چې د حقیقتونو په درک کولو سره یې په افغانستان کې روان وضعیت ‏او د نوي اسلامي حکومت تګلاره مثبته ارزولې ده او هیله یې وښوده چې د نوي حکومت د پلانونو په پلي کیدو سره به د هیواد هر اړخیز وضعیت په بشپړ ډول مثبته وده وکړي او د ولس اړتیاوې به پوره شي.

متقي وویل: دا چې هیواد مو په وچه کې را ایسار دی نو د وارداتو کچه مو لوړه ده، ‏لګېدلو بندیزونو د حکومت پر ځای ولس ته زیان رسولی او سوداګر په اسانۍ سره راکړه ورکړه نشي کولای.

هغه د م.م د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې په افغانستان کې يې د تخریبي ډلو کواښ مخ په زیاتېدو او د بیا منسجم کېدو په تړاو اندېښنې ښودلې دي، وویل چې هېڅ حقیقت ‏نلري. متقي زیاته کړه: افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي.

په وینا یې د افغانستان حکومت هیچاته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.

‏اغلې لانیز ژمنه وکړه چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د نوي حکومت لاسته راوړنې، مثبت تحولات او عیني واقعتونه له نړیوالو سره په حقیقي ډول شریک کړي.

ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته