سیاست

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پاکستان ته روان شو

کابل / د لیندۍ ۲۷مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته روان شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغه سفر موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون بلل شوی دی.
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان دغه فوق العاده غونډه ټاکل شوې ده سبا د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې جوړه شي.
ویل کېږي په دې غونډه کې به د دغه سازمان د بهرینو چارو د وزیرانو سربېره، د امریکا، چین، روسیې او د یوشمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته