سیاستخبرونهTOPټولنه

د بهرنیو چارو وزارت د حکومت له ویاندویانو او د رسنیو له فعالانو سره مشورتي غونډه وکړه

کابل، غبرګولي۱۲مه، کابل

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پرون یې د حکومت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د بحث او د اوسنیو مسایلو په اړه مشورتي غونډه جوړه کړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې غونډه کې د حکومت يو شمير جګپوړو مقاماتو، د دولتي ادارو وياندويانو، ليکوالانو او رسانه يي فعالانو ګډون کړى و.

د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي په دې غونډه کې  ويلي، چې له نړيوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړيکې مخ په ښه کېدو دي او له نړۍ سره د تعامل بهير ورځ تربلې پياوړى کيږي.

مولوي متقي ويلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته کورني لګښتونه له ملي عوایدو  څخه برابر شوي، په دولتي ادارو کې فساد له منځه تللى او اقتصادي فعالیتونه زیات شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د رسنیو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ویاندويان او رسانه يي فعالان دنده لري، تر څو اوسنی وضعیت له اوسنیو شرایطو سره سم او د حقایقو پر بنسټ معرفي او د هېواد او د نړۍ د خلکو پام ورته راواړوي.

د غونډې په پای کې د دولتي ادارو رسنیز فعالیتونه وڅېړل شول او د لا ښه والي په موخه یې لازمې مشورې وشوې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته