سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست مشر د ایران سفارت له مسوولینو سره وکتل

کابل / د وري ۱۸ مه / باختر
د بهرنيو چارو وزارت د دوهم سياسي رياست مشر فيضان الله ناصري د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مسولينو سره وکتل.
په دې کتنه ښاغلي ناصري په ايران کې له افغان مهاجرينو سره د ياد هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند خبرې وکړې.
فیضان الله ناصري په یاده برخه کې له ایراني مسوولینو سره د افغانستان د حکومت او ولس اندیښني او احساسات شريک کړل چې ایراني مسوولین يې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي.
په غونډه کې دواړو لورو د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوا بدۍ لامل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته