سیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ناروې د خیریه بنسټونو له مسوولانو سره لیدلي

کابل/ د سلواغې ٦ / باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خیریه بنسټونو له مسوولانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: په دې کتنه کې د ناروې د خیریه بنسټونو مسوولانو ژمنه وکړه چې له افغانانو سره د روغتیا، پوهنې، کرنې، ماین پاکۍ او بشري مرستو په برخو کې همکاري کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې د امنیت د تامین او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د وېش ډاډ ورکړ.
ديادونې وړ ده چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو جلب او اسانتياوې د ناروې د سرمشريزې له مهمو موخو څخه دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته