نړۍ

دملګرو ملتو سازمان په ايران کې داعدامونو د زياتوالي له امله خبردارى ورکړ.

تهران – بي بي سي نيوز – باختر دکب دمياشتې ٣
په  ژنيو کې دملګرو ملتو  د سازمان دبشر دحقوقو دعالي کميشنرۍ  دفتر ديوې وينا په   خپرولو سره    په   ايران کې    د  اعدامونو د زياتوالي    له امله   خبردارى  ورکړى  دى .
دغه دفتر وايي په  روان ميلادي کال او يوازې په وروستۍ اوونۍ کې څه  ناڅه  اتيا تنه   په ايران کې اعدام  شوي دي او ښايي په  دې موده کې داعدامونو شمير پنځه نوي تنو ته  ورسيږي.
ايران له چين څخه   وروسته د  اعدام دحکمونو د اجرا  کولو زيات شمير او دغه   راز  په نړۍ کې داعدامونو لوړ شمير  لري.
د ملګرو ملتو سازمان وايي په تير  ميلادي کال کې له ٥٠٠   څخه تر ٦٢٥  تنو پورې په ايران کې اعدام شوي دي .
په  ايران  کې د اعدام دحکمونوزياته برخه دنشه يي توکو په قاچاقو  پورې اړوندو جرمونو ته   صادريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته