![Ps202406271](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406271-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۷مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون ناوخته په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
متقي په دغه کتنه کې وویل چې د دوحې په راتلونکي ناسته کې به د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانک له استازو څخه جوړ شوی پلاوی ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د اسلامي امارت پلاوي د اجنډا پر دواړو ټکو؛ د نشه يي توکو پرضد مبارزه او مالي بانکي بندیزونه او د خصوصي سکټور د ودې په لار کې د خنډونو په اړه پوره چمتووالی نیولی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یوناما مشرې روزا اتنبایوا هم په دغه کتنه کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت وباله چې لوري په کې خپل نظریات شریک کړي او پر مسایلو بحث وکړي او پایله لرونکې خبرې اترې ولري.