سیاستخبرونهاقتصاد

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین: د پوځي ډګر له ګټلو وروسته په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي ډګرونو کې هم افغانستان د بریا تر منزله رسوو

کابل ، د غبرګولي ۱۷مه ، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شېر محمد عباس ستانکزي د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر او غړیو سره په ناسته کې ویلي چې د پوځي ډګر له ګټلو وروسته، اوس د دې وخت دی چې افغانان په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي ډګرونو کې هم افغانستان د بریا تر منزله ورسوي.

باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ناسته پرون د جمعیت اصلاح ټولنې په مرکز کې ترسره شوې، چې پکې د یادې ټولنې د مشر ډاکټر محمد مزمل اسلامي په ګډون ګڼ نور غړي علماء کرام، د پوهنتونو استادانو، لیکوالانو او متخصصینو ګډون کړی و‎.

د ناستې په پیل کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر، په بېلابېلو برخو کې د خپلې ټولنې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان اسلامي امارت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

هغه اوسنی اسلامي نظام بې بدیله وباله او تقویه یې فرض بللې، همدا رنګه پر ټولو افغانانو یې غږ کړی چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د هېواد د بیارغونې لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.

له بله پلوه، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هم د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر او غړیو مننه کړې، چې په تعلیمي، فرهنګي او روغتیايي برخو کې ولس ته خدمتونه وړاندې کړي او د هېواد ګڼ کادرونه یې د خپلې ټولنې په محتوا کې د هېواد د پرمختګ په موخه سره راټول کړي دي.

هغه ویلي دي: لکه څرنګه مو چې د الله تعالی په نصرت نظامي ډګر فتحه کړ، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په پوره مېړانه او اخلاص سره په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي ډګرونو   کې هم افغانستان د بریا تر منزله ورسوو.

د ناستې په پای کې، ستانکزي د یادې ټولنې له مشر او غړیو څخه غوښتي چې د عامه ذهنیت د روښانولو، تعلیمي پراختیا او اجتماعي رفاه  لپاره دې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او ډاډ یې ورکړی چې نوی حکومت به یې په پوره ډول تر شا ولاړ وي او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته