![Fm Spokesman](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/FM-spokesman-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسيې فدراسیون د بهرنيو چارو د وزیر سرګي لاوروف د هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې د افغانستان حکومت سره يې د لا زیات باثباته دوامداره او حقيقي خبرو اترو ملاتړ کړی دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره همدارنګه ويلي؛ اسلامي امارت تل تینګار کړی، چې د یوه مسؤول حکومت په توګه چمتو دی، چې له ټولو لورو سره پر ګډو مسایلو جامع او پایله درلودونکې خبرې اترې ولري.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د افغانستان حکومت د روسیې په ګډون ټولو هېوادونو ته په ډاګه کوي، چې افغانستان کې د اشغال له پای سره سم د نا امنۍ عوامل له منځه تللي دي او ورسره په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د پلې کولو زمینه هم برابره شوې ده.