سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا شیرین اخند هم حضور درلود، د افغانستان د کونړ او خوست پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو بریدونه وغندل او له سفیر څخه یې په ټینګار سره د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.
متقي وویل چې د خوست او کونړ په ګډون د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دغه ډول پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هېوادونو بدي غوښتونکي او مغرضې کړۍ ناسمه استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري.
په کتنه کې د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک هم سپارل شوی چې خپلو مشرانو ته یې ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته