فرهنګ

د بودا د مجسمو د بيا رغاونې عملياتي پلان تائيد شو

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
په باميانو ولايت کې د بودا د مجسمو د بيا رغاونې عملياتي پلان نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ د بودا مجسمو د بيا رغاونې د کميسيون په غونډه کې تائيد شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د بودا د مجسمو  د بيا رغاونې  عملياتي پلان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او په کابل کې د يونسکو ادارې له خوا برابر شوى دى .
د دغه پلان  له مخې، لومړى څيړل کيږي چې د تېرپه شان د مجسمو د بيا رغاونې د اصالت په ساتنې سره د بودا مجسمو د بيا رغاوني امکان شته او يا دغه مجسمې چې پاتې دي، وساتل شي .
په دې غونډه کې د يونسکو استازي طرحه کړه چې دغه پروګرام بايد د دريو کلونو لپاره تطبيق شي او د دې ترڅنګ باميان د خطر په حال کې د نړۍ د ميراثونو له فهرست څخه وايستل شي .
ده دغه راز وويل چې د نورو هېوادونو د ماهرانو او کارپوهانو نظريې چې دسترو مجسمو د بيا رغاونې  تجربې لري، په يوه سيمينارکې به وړاندې شي.
په همدې حال کې پوهاند محمدرسول باوري طرحه کړه چې دغه وزارت دمجسمو ټوټې  راټولې کړې دي چې دغه موضوع هم څيړنې ته اړتيا لري.
ده وويل: دغه ټولې مسئلې کولاى شي دغه موضوع روښانه کړي چې کيداى شي  مجسمې  بيا ورغول شوي او يا دغه مجسمې په موجود حالت سره وساتل شي. 
په پاى کې د کميسيون غړو د بودا مجسمو د بيا رغاوني عملياتي پروګرام تصويب کړ. د بودا مجسمې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې ويجاړې شوې.
پاى  ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته