ټولنه

د سالنګونو لويه لار د ټيلري وسايطو پرمخ تړلې ده

کابل د ورې ٧مه باختر
د سالنګونو مسوولان وايي دغه لويه لار د ټيلري وسايطو پرمخ تړلې  ده او نور وسايط کولاى شي له دواړو لورو په دې لاره تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست انجنير عبدالظاهر محمدي باختراژانس ته  وويل:
سالنګونو کې له پرون ماښام څخه  د سهار تر څلور بجو پورې د واورې سخت اورښت    دوام درلود چې د زياتې واورې د اورښت له امله د واورې د ښوييدنې دوه پيښې رامنځته شوې چې تلفات او مالي زيان يي نه درلود.
هغه زياته کړه: اوس د موټرو او مسافرانو د خوندي تګ راتګ  په موخه  په  د واورې پاکول دوام لري.
سرچينه زياتوي چې دغه لويه لار د ټيلري وسايطو پرمخ تړلې ده  او نور وسايط  کولاى شي په ژمنيو تجهيزات سمبال او د مقرراتو په رعايتولو سره په  دې لاره تګ راتګ وکړي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ په راتلوونکو ٢٤ساعتو کې په سالنګونو کې د واورې ښوييدنې او د واورې اورښت ٦٠سلنه  اټکل شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته