خبرونهفرهنګ

د تاریخي آبداتو ساتنه د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده

 کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د مطبوعاتو او همغږۍ رئیس مولوي حبیب الله پرون پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د پروان توپ درې له استوپې  څخه لیدنه وکړه.

له شک پرته.

هغه وويل چې پروان ته يې د سفر موخه د یاد ولایت د ښکلو او په زړه پورې طبيعت ليدل او په ځانګړې توګه د توپ درې استوپې څخه ليدنه وه له شک پرته دغې تاریخي آبدې د معمارۍ له سبک څخه ښکاري چې واقعا د یو ارزښتناک او فرهنګي تمدن درلودونکی دی.

هغه سره له دې چې  د تاريخي او لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د دولت نظر مهم وګاڼه، خو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د امنيتي ارګانونو له مسوولينو يې وغوښتل، چې د دې تاريخي آبداتو ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي او هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې ويجاړ یې کړي.

د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي شمس الرحمن صديقي د پروان د تاريخي او لرغونو اثارو په تېره بيا د توپ درې د استوپې په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د مطبوعاتو او همغږۍ مسوول ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د توپ درې استوپه له ۱۸۰۰ کلونو څخه زیاته لرغونتیا لري چې نه یواځې په افغانستان کې، بلکې په سیمه ایزه کچه ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د تاريخي او لرغونو سيمو د ساتنې له قطعې سره په همغږۍ به د دغه آبشار او د پروان د نورو لرغونو اثارو ساتنه وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې ويجاړ یې کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته