کابل، د زمري٥ مه، باختر
د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تالقانو ښاروالۍ عواید ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د تالقانو ښاروال شيخ نصرالله نظري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې څه د پاسه ١٣ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي، چې ٤٠ سلنه زياتوالى ښيي.
هغه زياته کړه، چې د دوى نږدې ٩٠ سلنه عوايد په شفاف ډول د بانک له لارې راټولېږي او په دې اداره کې هېڅوک نه شي کولاى په مالي فساد کې لاس ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د تالقانو ښاروالۍ زياتره عوايد په نغدي ډول راټولېدل چې له امله يې په اداره کې مالي فساد رامنځته شوى و.
\ ذ