خبرونهامنیت

د تالقانو –کندز په لویه لاره د طالبانو برید په شاوتمبول شو

تالقان / دسلواغې ۲۲/باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار –کندز د لویې لارې په پل۶ متره کې د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل ،چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول .
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیرباختر آژانس ته وویل چې په دې نښته کې یو وسله وال طالب ووژل شو او ۳ نور یې ټپیان شول .
د خبر ځای د څرګندونو له مخې، په دغو نښتو کې دوه پولیسان هم ټپیان شول.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته