ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
دکابل پوليتخنيک پوهنتون  په   ١٣٩٦ کال کې  په دغو څانګو کې   نوي علمي کادر ته اړتيالري  :
ساختماني پوهنځى.:
دښارجوړولو په ديپارتمنت کې  دماسټراو ډاکتر په سويه په دريو بستونو کې
دجيولوجۍ او دکانونو په پوهنځي کې :
١_  دجيولوجۍ دانجينرۍ او دکانونو دپلټنې په ديپارتمنت کې دماسټر او ډاکتر په سويه يو بست .
٢_  د جامدو ګټورو کاني  موادو  ترځمکې لاندې  داستخراج په ديپارتمنت  کې دماسټر او ډاکتر په سويه دوه  بستونه .
٣_ دتيلو اوګازو په ديپارتمنت کې  دماسټر او ډاکتر په سويه درې بستونه .
دترانسپورتي ودانيو   دانجينرۍ په پوهنځې کې  :
١_  داوسپنې پټلۍ دانجينرۍ په ديپارتمنت کې دماسټراوډاکتر په سويه دوه بستونه .
په شرايطو برابر متقاضيان د ١٣٩٦ کال دوري دمياشتې له ٥ نيټې څخه  د ١٣٩٦ کال دثور دمياشتې تر ٥ نيټې پورې  دخپل شموليت د غوښتنليکونو  پړاونه دې دکابل پوليتخنيک  پوهنتون درياست له لارې  بشپړ کړي  او دنمرو  دترانسکريپت  او دتابيعت له تذکرې سره دپوهنتون ادارې ته ورشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته