امنیت

د تخاراوسېدونکو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوملاتړ وکړ

کابل/ د غويي ۲۰ / باختر
د تخاراوسېدونکو په یوه غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د سولې د بهیر، د جمهوریت او د سیمه ییزحکومت د نظام ملاتړ وکړ.
د تخار د والي مطبوعاتي دفتر باخترآژآنس ته خبرورکړ، دغه غونډه چې د تخارد والي مولوي عبدالله قرلق ، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر استازى ضیا احمد ورسجي، د ولایت اجتماعي مرستیال، امنیه قوماندان، عالمانو، جهادي قوماندانانو، د ملکي بنسټونو یو شمېرمسوولانو، قومي متنفذینو او د مدني فعالانوپه شتون جوړه شوه، د تخاراوسېدونکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د سولې د بهیر، د جمهوریت او سیمه ییزحکومت د نظام ملاتړ وکړ.
د تخاروالي په هېواد کې جګړه او بد بختي د پردیوله لوري ټپل شوې پدېده وبلله او د ګډونوالو له شتون او ملاتړڅخه مننه وکړه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته