امنیت

د تخار امنيتي وضعیت ښه شوى دى

کابل / د وږي ۷مه / باختر
په تخار کې د افغانستان اسلامي امارت د مسوولينو او مجاهدينو د هلوځلو په پايله کې د تخار په ١٧ اداري واحدونو کې امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوى دى او په دې موده کې کومه امنيتي او جنايي پېښه نه ده رامنځته شوې او د تخار خلک په امنه فضا کې ژوند کوي.
له تالقانو ښار څخه د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د فرخار او ورسج ولسواليو امنيتي حالت چې په دغو وروستيو کې د تخار د خلکو د اندېښنې سبب شوی و، د دغو ولسواليو ټولې سيمې د مجاهدينو تر ادارې لاندې راغلې دي او مجاهدينو او خلکو ته هېڅ ډول امنيتي ګواښ متوجه نه دى.
د تخار د مرکز تالقانو ښار او د اړوندو ولسواليو د کسبګرو او هټۍوالو پرون ښه شوي دي او دُکانونه او هوټلونه تر نيمې شپې پورې پرانيستي دي.
دغه راز د پوهنې او عامې روغتيا رياستونو په ګډون په تخار کې د اسلامي امارت د مسوولينو په مشرۍ تولې دولتي ادارو په کار پيل کړى دى او د ملکي ادارو کارکوونکي او ښوونکي خپلو دندو ته ستانه شوي دي او د تخار خلک د اسلامي امارت د مسوولينو د خدمتونو د وړاندې کولو او هلوځلو له امله قدرداني کوي.
د تالقانو ښار اوبه او د وارداتي برېښنا بهیر چې د جګړو له امله بند شوی و، په تخار کې د اسلامي امارت د والي او مسوولينو د هلوځلو په پایله کې بېرته عادي شوی دی.
د تالقانو ښاروالۍ د ښار پاکولو کار پيل کړى دى او کانکرېټي خنډونو له پليو لارو او واټونو څخه لرې کړاى شوي دي.
دغه راز په تخار کې سيمه ييزې رسنۍ په تېره بيا د شريعت غږ راډيو او د تخار ملي ټلويزيون په عادي ډول خپرونې لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته