خبرونهاقتصاد

د تخار مستوفيت عوايد زيات شوي دي

 کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر

د تخار مستوفيت په تيرو دريو مياشتو کې څه د پاسه ٨٢ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د تخار مستوفي مولوي محمد نور حقجو د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د تخار مستوفيت په تېرو دريو مياشتو کې ٨٢ ميلیونه ٣٣٨ زره افغانۍ  عوايد راټول کړي دي.

نوموړي زياته  کړه، دغه عوايد  د پاسپورټ، کانونو او پتروليم، ترانسپورت، کرنې او د ښار جوړولو  له ادارو  څخه تر لاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغه مستوفيت د ١٤٠١ کال د لومړيو دريو مياشتو عوايد د١٤٠٠ کال د وروستيو دريو مياشتو د عوايدو په پرتله نږدې ٥٨ سلنه زياتوالي ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخارمستوفيت د تېر کال عوايد ٤٠ سلنه کم شوي وو.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته